IQNA

د «وَرْتِل» دریمه سیالي د ثقلین سپوږمکیز چینل  له‌خوا ترسره کېږي

6:43 - January 07, 2026
د خبر لمبر: 3492277
ایکنا -   د قرآن کریم د ترتیل درېیمه نړیواله سیالي «وَرْتِل» به په راتونکي رمضان المبارک  میاشت کې ترسره شي.

د ایکنانیوز  د راپور له مخې، د ثقلین سپوږمکیز چینل په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، چې دا سیالۍ به د رمضان په میاشت کې په ژوندۍ بڼه له همدغه  چینله  خپرېږي، او مینه‌وال  د لاندې ټکو او شرایطو په پام کې په نیولو سره نوم‌لیکنه  کولی شي:

۱ ـ خپل بشپړ نوم د اوسېدو د هېواد له نوم سره یو ځای واستوئ.

۲ ـ ګډونوال باید د ۱۸ تر ۴۰ کلونو پورې عمر ولري او د عمر د ثبوت سند (ملي تذکره یا پاسپورټ) وړاندې کړي. دا سیالي یوازې د نارینه‌وو لپاره ده.

۳ ـ ګډونوال باید د موبایل ټيلیفون شمېره، د کور ټيلیفون شمېره، برېښنالیک پته او د سکایپ کوډ   واستوي.

(دا سیالي په مجازي ډول، د سکایپ له لارې، په غږیزه او انځوریزه بڼه ترسره کېږي.)

۴ ـ د سیالۍ د مقدماتي پړاو لپاره، له خپل ځانه  جوړ د قرآن د تلاوت یو غږیز فایل واستوئ، چې پکې د خپلې خوښې له مخې د قرآن له  ۶۰، ۸۸، ۱۲۵، ۲۰۶ یا ۵۴۹  مخونو څخه یو مخ تلاوت شوی وي. دا غږیز فایل باید د واټس‌اپ له لارې دې شمېرې ته ولېږل شي:

۰۰۹۸۹۹۹۹۹۱۴۳۲۰

د یادونې وړ ده چې د «الثقلین» سپوږمکیز چینل  یو دیني، قرآني او فرهنګي چینل  چې د ټولنې د بېلابېلو پرګنو او ډلوټپلو لپاره د رنګ په رنګ پروګرامونو په تولید او خپرولو سره، د اسلامي نړۍ او اسلامي امت پر مسئلو تمرکز کوي.

دا چینل  د قرآن کریم او د اهل‌بیت علیهم‌السلام د مکتب پر چورلیز  د بېلابېلو پروګرامونو په جوړولو سره، د اسلامي کلتور او علومو د راژوندي کولو او پراختیا موخه تعقیبوي.

همدارنګه، د ښځو، ماشومانو او ځوانانو لپاره د ځانګړو موخو پروګرامونو په تولید سره، د اسلام د  دین د لارښوونو سره سم د نوې اسلامي کورنۍ د بنسټونو د پیاوړتیا په برخې کې فعالیت کوي.

د ثقلین سپوږمکیز چینل  د ۱۴۳۰ هـ ق کال د رمضان په میاشت کې (۲۰۰۸ میلادي) په عربي ژبه پیل شو .

د قرآن کریم د ترتیل د تلاوت په برخې کې، د «وَرْتِل»ټيلویژني او نړیواله قرآني سیالي د اسلامي نړۍ په کچه، د ۱۴۰۳ کال کې د ثقلین  چینل په نوښت  پلان  او د هماغه کال د رمضان له لومړۍ ورځې څخه د دغه چینل  له سټوډیو څخه خپرېدل پیل شول.

https://iqna.ir/fa/news/4327143

captcha